د افغانستان کرکټ بورډ او کرکټ شنونکي ۲۰۱۶ کال د هېواد کرکټ لپاره د پرمختګ او لاسته راوړنو ډک کال بولي.
د دوی په وينا که چېرته افغان لوبډلې ته د ډېرو لوبو زمينه برابره شي، دوی به نور هم وځلېږي او نړيوالو ته به وښايي، چې دوی له غټو لوبډلو سره ښې لوبې کولای شي.
د کرکټ يوه شنونکي هدايت الله غيرت کليد ته وويل، ((که افغان لوبډلې ته وخت ورکړل شي نورو لومړۍ درجه لوبډلو ته به د بنګله دېش، زمبابوې او ويسټ انډيز په څېر ماتې ورکړي)).
هغه زياتوي، د کرکټ نړيوال جام کې انګلستان، سرېلانکا او جنوبي افريقا سره د ښو سياليو ترسره کول او په وروستۍ لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکول يې ښې بېلګې دي.
د کرکټ يو بل شنونکی حکيم احمدزی بيا وايي، ((په شل اوريزو لوبو کې د افغان لوبډلې لاسته راوړنې ښې وې، خو په پنځوس اوريزو لوبو کې د قناعت وړ نه وې)).
دده په وينا که چېرته په لوبډله کې بې ځايه لاس وهنه ونه شي او ښه لوبډله انتخاب شي، نو له دې به ښې لوبې وکړي.
بل لور ته د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک هم ۲۰۱۶ کال دافغان لوبډلې د پرمختګ او لاسته راوړنو ډک کال بولي.
هغه زياتوي، افغان لوبډلې د نړيوال جام په لومړي پړاو لوبو کې لومړۍ زمبابوې او سکاټلينډ او دوهم پړاو کې بيا اتلې لوبډلې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
نوموړی همدا راز زياتوي، چې ايرلينډ سره يې ۵۰ اوريزو لوبو سريز مساوي کړی او دغه راز يې د هالينډ نه د څلور ورځنۍ لوبې د ګټلو يادونه کوي.
هوتک د شهزاد او راشد ياونه کوي، چې شهزاد په ۲۰۱۶ کال کې د دويمې درجې هېوادونو کې د لومړي مقام جايزه واخيسته او راشد بيا د۲۰۱۶ کال د پنځم بالر جايزه تر لاسه کړه.
هوتک همدا راز د نورو هېوادونو په کورنيو سياليو کې د افغان لوبغاړو ستاينه وکړه، چې ښې لوبې يې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا هم د ۲۰۱۶ کال د افغانستان لوبډلې لپاره د لاسته راوړنو ډک کال بللی وو.


