ads

خوست كې د كركټ لوبغالى پرانيستل شو

د خوست په مرکز کې د کرکټ لوبغالى جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1395
خوست كې د كركټ لوبغالى پرانيستل شو

د خوست په مرکز کې د کرکټ لوبغالى جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې زرګونو کسانو ګډون کړى و.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل كليد ته وويل، چې پر دغه لوبغالي شاوخوا ۶۲ ميليونه افغانۍ د جرمني سفارت لخوا لګول شوي او د شاوخوا اوو زرو نندارچيانو د ځايولو ظرفيت لري.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د لوبغالي د پراختيا پلان لري او په خبره يې، د لوبغاړو لپاره به ځينې اسانتياوې هم برابرې کړي.
د خوست والي حکم خان حبيبي، د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات او د لويې پکتيا وکيلانو ټولو په يوه خوله له کرکټ بورډ څخه وغوښتل، چې د دغه لوبغالي د پراختيا او پرمختيا لپاره کار وکړي.
د لوبغالي د پرانيستې له مراسمو وروسته د نوروز منګل او اصغر ستانکزي په مشرۍ د ملي لوبغاړو دوې لوبډلې هم جوړې شوې وې، چې د اصغر ستانكزي لوبډلې وکولای شول د كركټ لوبه كې د نوروز منګل لوبډلې ته ماتې ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA