ads

جمهور رييس غني د ولايتي شوراګانو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د ۳۴ ولايتونو واليانو، مشرتابه پلاوي او د ولايتي شوراګانو غړو سره د چارو د ښه تنظيم او د ولايتي شوراګانو اړتياوو ته د رسېدنې په هدف په ارګ کې د توحيد په ملي مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1395

هغه له نظام او له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ او د دښمن په ماتولو کې د خلکو او ولايتي شوراګانو رول مهم وباله.
جمهور رييس غني وويل، د ولايتي شوراګانو هغه وړانديز شوې بستې يې په خورا دقت مطالعه کړې دي، چې څه موده مخکې جمهوري رياست ته رسېدلې وې.
د نوموړي په خبره، په دغو وړانديزونو کې شاملو موضوعاتو ته د رسېدنې په هدف لازم ګامونه اخيستل شوي دي.
د هېواد جمهور رييس د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې دې په کابل، باميان، نيمروز، فارياب، لغمان، نورستان، کندوز، غزني، فراه او لوګر ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA