سينما ته د حکومتي چارواکو په نه پاملرنې نيوکه وشوه

د بلخ سينماګران د ملي يووالي پر حکومت نيوکه کوي چې سينما ته يې پام نه دی کړی.
دوی خبرداری ورکوي که د افغانستان د سينما وضعيت ته جدي پام ونه شي ښايي له سقوط سره مخ شي.
د بلخ د ا‌طلاعاتو او فرهنګ رياست د افغان فلم مدير محمد صادق سرمست زاده د سينما د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، سينما ته د حکومتي چارواکو نه پاملرنې د سينما کارکوونکي اړ کړل چې له دغه هنر څخه لاس واخلي.