د بلخ سينماګران د ملي يووالي پر حکومت نيوکه کوي چې سينما ته يې پام نه دی کړی.
دوی خبرداری ورکوي که د افغانستان د سينما وضعيت ته جدي پام ونه شي ښايي له سقوط سره مخ شي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د افغان فلم مدير محمد صادق سرمست زاده د سينما د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل، سينما ته د حکومتي چارواکو نه پاملرنې د سينما کارکوونکي اړ کړل چې له دغه هنر څخه لاس واخلي.
په همدې حال کې د سينما اداکار صبور رسولي له دولت او ملي سوداګرو غواړي چې له مالي پلوه د سينما ملاتړ وکړي.
له بل لوري د بلخ د سينما ښځينه کارکوونکې وايي، د افغانستان سينما کې د ښځو کار هومره ساده خبره نه ده. دوی وايي په سلګونو ستونزو يې د سينما دروازه پرانيستې او کار يې پيل کړی، خو سينما ته د حکومت نه پاملرنې او د دوی د کار په تړاو د خلکو منفي نظر له خپل کاره زړه تورې کړې دي.
په بلخ کې داسې مهال د سينما نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې د سينما کارکوونکو د دغه ورځې د لمانځلو لپاره هم يو مناسب ځای نه درلود او د يوه خصوصي طبي انستيتيوت په تالار کې يې ونمانځله.


