ads

سحر په خپله خوښه له وسله والو كسانو سره اړيكې لرلې

د تخار پوليس په افغان ۱۴ كلنه نجلۍ سحر د جنسي تېري ادعا ردوي. تېره ورځ د تخار يو شمېر ځايي رسنيو راپورونه خپاره كړل چې يوه ۱۴ كلنه نجلۍ د يو شمېر وسله والو له لوري تښتول شوې او څو ورځې يې له دغو كسانو سره تېرې كړې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 مرغومی 1395
سحر په خپله خوښه له وسله والو كسانو سره اړيكې لرلې

د تخار پوليس په افغان ۱۴ كلنه نجلۍ سحر د جنسي تېري ادعا ردوي. تېره ورځ د تخار يو شمېر ځايي رسنيو راپورونه خپاره كړل چې يوه ۱۴ كلنه نجلۍ د يو شمېر وسله والو له لوري تښتول شوې او څو ورځې يې له دغو كسانو سره تېرې كړې دي. دې ورځپاڼو راپور وركړى وو چې نهو تنو وسله والو په پرله پسې ډول په دغه نجلۍ جنسي تېري كړي دي، خو د تخار د پوليسو وياند خليل اسير كليد ته وويل چې دغه نجلۍ په خپلو اعترافونو كې ويلي چې نوموړې تښتول شوې نه ده، بلكې د مستري صفت په نوم يې له يوه كس سره اړيكه لرله چې دغه كس د هغې ويښته واړه كړي و، د نارينه جامې به يې وراغوستې او له خپلو ملګرو سره به يې ددې په رضايت بېلا بېلو ځايونو ته وړله. دغې نجلۍ ويلي چې ډېرې ورځې يې له دغو كسانو سره يو ځاى تېرې كړې دي.

د تخار د پوليسو وياند ټينګار كوي چې دغه نجلۍ د تخار اصلي اوسېدونكې ده، څلور مياشتې وړاندې تخار ته راغلې او د ماما له كورنۍ سره يې ژوند كوي.

كه څه هم دغه نجلۍ ادعا لري چې ۱۴ كلنه ده خو اسير وايي، ښايي د هغې عمر له ۱۴ كلونو ډېر وي.

د تخار د پوليسو وياند وايي، سحر دغه راز اعتراف كړى چې تر دې وړاندې يې په خان اباد ولسوالۍ كې د غيرمسوولو وسله والو د ګروپ له مشر نويد او ځينو نورو كسانو سره هم اړيكې لرلې.

دم ګړۍ د سحر د اعتراف پر بنسټ ۲ تنه نيول شوي او په دغه پېښه كې د نورو ښكېلو كسانو د نيولو هڅې روانې دي.

دغه سرچينه وايي، چې سحر اوس مهال د تخار ولايت د امن په كور كې ساتل كېږي، خو د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ مرستياله سپوږمۍ وردك وايي چې دغه قضيه به تعقيب كړي.

وردك ټينګار كوي، په ډېرى پېښو كې چې ښځې له جنسي تاوتريخوالي سره مخ شوې د ګواښونو په پايله كې داسې څرګندونو ته اړې شوې دي چې ګواكې په خپله خوښه يې دغه كار ته مخه كړې ده.

له بل لوري په كندوز كې د بشر حقونو خپلواك كمسيون سيمه ييز دفتر سرپرست سيد كريم تلاش وايي، دوى دغه قضيه څېړي.

تلاش په امنيتي ځواكونو نيوكه كوي چې د پېښې د عاملينو په نيولو كې يې ناغېړي كېړې ده.

دا په داسې حال كې ده چې روان كال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA