د كندهار ولايت ځوانانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د جمهور رييس اشرف غني سپکاوی وغانده.
څو ورځې وړاندې په کابل کې د جمهور رييس يو تصوير ته خاورې او خټې شيندل شوې وې او دغه تصوير په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شو.
د كندهار اوسېدونكو دا ډول هڅې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړيو كار وباله او تور يې پورې کړ چې په دې سره دغه کړۍ غواړي په افغانستان کې فکري بې اتفاقي رامنځته کړي او ملي يووالی له منځه يوسي.
په دې غونډه کې د جمهور رييس سلاکار حاجي اغا لالا دستګيري په خلکو غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې د هېواد د مشرانو سپکاوی کوي.
له بل لوري د کندهار مدني فعال احمدشا سپر هم جمهور رييس ته د سپکاوي عمل وغانده او دا يې د هېواد د سياسي مشرانو پر ضد د دښمن دسيسه وګڼله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


