ads

کندهار کې د کرکټ اکاډمي جوړېږي

د کرکټ بورډ مسولين وايي، چې ډېر ژر به په کندهار کې د کرکټ معياري اکاډمي جوړه کړي.

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1395
کندهار کې د کرکټ اکاډمي جوړېږي

د کرکټ بورډ مسولين وايي، چې ډېر ژر به په کندهار کې د کرکټ معياري اکاډمي جوړه کړي.
د کرکټ بورډ رييس شکرالله عاطف مشعل په كندهار كې خبريالانو ته وويل، په پلان کې لري، چې په افغانستان کې د کرکټ پنځه معياري اکاډمۍ جوړې کړي، چې پيل به يې د کندهار څخه کوي.
نوموړي په کندهار کې له کرکټ سره د ځوانانو علاقه مندۍ بې سارې وبلله او ژمنه يې وکړه، چې دې ولايت ته به توجه زياته کړي.
د کرکټ بورډ نوی مشر او لوبغاړي له کندهار مخکې هلمند ته تللي وو او ژمنه يې کړې وه، چې په هلمند کې به ډير ژر د کرکټ لپاره د يو لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA