کاروباري مېرمنې؛ ستونزې او پرمختګونه

یو شمېر کاروباري مېرمنې وايي، له یوه لوري د اقتصادي ستونزو له کبله کار کولو ته اړې دي، خو له بلې خوا د خلکو له لوري ورته په بده سترګه کتل کېږي او په خپلو کارونو او سوداګرۍ کې ارامې نه دي.