یو شمېر کاروباري مېرمنې وايي، له یوه لوري د اقتصادي ستونزو له کبله کار کولو ته اړې دي، خو له بلې خوا د خلکو له لوري ورته په بده سترګه کتل کېږي او په خپلو کارونو او سوداګرۍ کې ارامې نه دي.
د کابل ښار د سيټي سنټر سوداګريز مارکېټ یوې دوکاندارې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، د خلکو له ناسم چلند ډېره ځورېږي. نوموړې وايي، ډېری خلک يې په اړه فکر کوي چې دوی توکي نه بلکې ځان پلوري او په خورا بده سترګه ورته ګوري: ((دوی ټولنيزو نزاکتونو ته پام نه کوي، انسان ته د انسان په سترګه نه ګوري، ډېری داسې هم دي چې په دوکان کې لس پنځه لس دقیقې ګرځي راګرځي، هر څه بیه کوي، خو اخلي يې نه، کله کله به داسې راته ګوري چې ګواکې توکي نه بلکې ما پېري. د دوی په فکر باید مېرمنې کار ونه کړي او نه هم د ټولنې په پرمختګ کې برخه ولري.))
په همدې مارکېټ کې د ټیکريو او کميسونو یوه بله دوکانداره وايي، که خلک هر ډول فکر کوي، ودې یې کړي، دوی غواړي کار وکړي او د خپل ژوند ژرنده پرې جاري وساتي: ((خلک ډول ډول نظرونه لري، له ماسره مې ډېری وخت پلار هم په دوکان کې وي، هغه له پاکستان څخه کميسونه او ټیکري راوړي، کله چې هغه نه وي، زه دوکانداري کوم او له پلار سره مې مرسته کوم. نور د خلکو په خبرو پسې نه ګرځم.))
دغې دوکاندارې د خپلې یوې بلې ملګرې کیسه وکړه چې هغه هم همدلته دوکانداره وه، خو د خلکو د خبرو له کبله يې کار پرېښود او په کور کېناسته: ((زما خورلڼه فوزيه نومېده، دلته څو ورځې پرله پسې ځینو خپلوانو وڅارله چې دا ولې دوکانداري کوي، هر خپلوان به يې د دوی کورنۍ ته بدې خبرې کولې او پيغورونه به يې ورکول. د نجلۍ پلار ته به يې ويل چې په ښځو پیسې ګټي. د همدې خبرو له لاسه فوزیه اړ شوه چې دوکانداري پرېږدي او په کور کېني.))
له بل لوري په لیسه مریم کې د سيمساري دوکانداره وحيده وايي، په افغاني ټولنه کې دوکانداري پر ځای پرېږده چې د مېرمنو له پاره له کوره بهر وتل هم سخت کار دی. نوموړې وايي چې د زړه په وينو کار کوي: ((باور وکړﺉ ډېری مشتريان دوکاندارو مېرمنو ته په داسې ډول ګوري، ته به وايې چې په ژوند کې یې ښځه نه ده ليدلې او هڅه به کوي چې څه ډول اړيکه ورسره جوړه کړي، ډېره په عذاب يم، که مې پلار معلول نه وای او يو ورور مې لرلای هېڅ کله به مې دوکانداري نه وای کړې.))
د وحيدې له سترګو اوښکو لارې وکړې، خپل بېکسه ژوند ته يې وژړل، وحیدې وویل چې درې کاله وړاندې يې پلار په يوه بمي چاودنه کې په دواړو پښو معلول شو: ((څو پورې مې چې پلار جوړ و، دوکانداري يې کوله او ما هم د يوې نازولې لور په څېر ژوند کاوه، خو اوس کار کوم او د کورنۍ نفقه پوره کوم.)) د وحيدې دوکان ته د زیبا په نوم یوې راغلې مېرمن چې غوښتل يې څه وپېري وویل، د بېبندوباره هلکانو له لاسه دوی په بازار کې په ډاډه زړه سودا نه شي کولی او ډېری ځوانان د دوی د جامو، ټیکري او هرڅه په اړه خبرې کوي.
له بل لوري بیا ځینې مېرمنې له کلونو کلونو راهیسې دوکانداري کوي، له خپل کار او روزګار څخه خوشاله دي او په خپل کاري چاپېريال کې هم له ستونزو سره مخ نه دي. له دې ډلې يوه هم د کندهار بي بي ګله ده چې د کندهار ښار په شهيدانو څلور لارې کې د خوراکي توکو هټۍ لــري. د بــي بــي ګلــې عـمـر تر ۵۰کلونو اوښتی دی. د دې خاوند د روسانو په جګړو کې شهيد شوی، دا وايي چې د خاوند له مړينې وروسته يې د اولادونو په خاطر همدلته د سرک په سر شړومبې پلورلې: ((مجبوره وم چې کار مې کړی وای، له خلکو مې خیرات ونه غوښت، ۱۶کسيزې کورنۍ ته له همدې دوکانه نفقه برابروم، د شړومبو له کاره مې يوه او دوې افغانۍ وساتلې او دلته مې هټۍ پرې جوړه کړه.)) بي بي ګله چې ډېره ځورېدلې وايي، د خاوند تر مرګ وروسته يې زامنو ته په تمه وه چې لوی به شي او دا به له کاره خلاصه شي، خو د دوو ځوانو زامنو مرګ يو ځل بیا په ملا کړوپه کړه. نوموړې زیاته کړه چې غبرګ زامن یې دوه کاله مخکې د کابل- هرات پر لویه لاره د موټر په ټکر کې په حق ورسېدل. دغه راز د بي بي ګلې دوه نور زامن په نشو روږدي شوي دي: (( پلار يې نه و چې مخه يې نيولې وای، د دې له پاره چې لارې ته راشي، ودونه مې ورته وکړل، خو بیا هم سم نه شول، اوس دوی هم زما پر غاړه بار دي.)) بي بي ګله وايي چې په کاري چاپېريال کې له ستونزو سره مخ نه ده او هر څوک يې کار ته په درنه سترګه ګوري، هغه له نورو مېرمنو هم غواړي چې زړورې واوسي او د هر ډول خنډونو او ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي.
په همدې حال کې د مېرمنو د حقونو ملاتړې سيلۍ وردګ وايي، د هېواد اوسني شرايط د مېرمنو د دوکاندارۍ له پاره جوړ نه دي، د خلکو د پوهې کچه ټيټه ده او مېرمنو ته په دې برخه کې ډېرې ستونزې جوړېدای شي: ((په هېواد کې اوسنى نامناسب وضعيت د دې وړ نه دی چې مېرمنې دوکانداري وکړي؛ که دولت غواړي چې مېرمنې هم دوکانداري وکړي او په کار بوختې شي، نو د مېرمنو له پاره دې بېل مارکېټونه جوړ کړي چې هلته يوازې مېرمنې پېر او پلور وکړي.)) سيلۍ وړانديز لري چې د خلکو د پوهې کچه بايد لوړه کړل شي او نارينه دې د مېرمنو په حقونو پوه کړل شي.
د ښځو د حقونو فعاله او د ګوربت راډيو ټلويزيون رييسه محموده تقوا وايي، نن ورځ په افغانستان کې د دې تر څنګ چې ځینې ښځې زدهکړه کوي، کار هم کوي او د یوې وړې سوداګرۍ له لارې خپل خوبونه پوره کوي: ((د افغانستان په ښارونو کې په ځینو تجارتي مارکېټونو کې یوه یوه ښځه یا نجلۍ تر سترګو کېږي چې دوکانداري کوي، لومړی د دې کار د پیل له پاره دغو ښځو د کورنۍ له خوا لویه قرباني ورکړې وي او بیا د ټولنې او خلکو له خوا له ازار او تشدد سره مخ وي، خو بالاخره له خپل کاره لاس په سر شي ځکه څوک یې کار ته لبیک نه وايي.))
تقوا زیاتوي، تر اوسه هغه وخت نه دی رارسېدلی چې مېرمنې په بازارونو کې دوکانداري وکړي، دا وايي چې شاید د ښځو دوکاندارۍ ته لا زموږ د ټولنې ذهنونه تیار نه وي: ((له بلې خوا زموږ دولت هم په دې برخه کې جدي کار نه دی کړی چې یا د عامه پوهاوي له پاره په دې برخه کې کار وکړي او یا هم د ښځو له پاره ځانګړي ښځینه بازارونه جوړ کړي څو هم اخستونکې مېرمنې او هم پلورونکې په ارامه فضا کې کار وکړي.)) تقوا وايي، هيله لري چې ټولنه مو کاروباري مېرمنې هم ومني، د کار اسانتيا ورته برابره شي، عامه ذهنيتونه جوړ شي، دولت مېرمنو ته د دوکاندارۍ اسانتياوې برابرې کړي او په دې سره به مېرمنې هم په پوره انرژۍ سره کار وکړي.
له بلې خوا ځينې کمپنۍ، سوداګريزې ادارې او د ښځو مدافع ټولنې د مېرمنو د کار له پاره هڅې کوي. په دې لړ کې څو مياشتې وړاندې د مزارشريف په ښار کې د معلولو مېرمنو له پاره د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو، څو د ښځو لاسي صنايعو ته بازار پیداکړي او په دې برخه کې يې لاسنيوی وکړي. د بلخ ولایت د معلولو ښځو د ټولنې مشرې پروانې احمدي ویلي چې په دغه نندارتون کې د بلخ له ګڼو ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۲۰ معلولو مېرمنو برخه اخستې وه او خپل لاسي صنايع او لبنيات يې نندارې ته وړاندې کړل: ((دا ډول نندارتونونه به له دوکاندارو او د مېرمنو له لاسي صنايعو سره ډېره مرسته وکړي. که له مېرمنو سره مرسته وشي دوی به په دې برخه کې ډېر پرمختګ وکړي.)) په دې نندارتون کې ښځو په ۶۰ غرفو کې خپل لاسي صنایع او نور تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړي وو. ياد نندارتون په ((رابعه بلخي مارکېټ)) کې افتتاح شوی و.
تېره مياشت په تالقانو کې هم د مېرمنو له پاره بېل مارکېټ جوړ شو، د تخار د تالقانو په دې مارکېټ کې چې ټولې دوکاندارانې يې مېرمنې دي، لومړی دوکان د مادرجان روستايي په نوم يوې مېرمنې جوړ کړی و. هغې رسنيو ته وویل: ((دلته مې دوکان جوړ او نورې مېرمنې مې هم وهڅولې چې دوکانونه جوړ کړي، اوس دا مارکېټ يوازې د مېرمنو د پير او پلور له پاره دی، له ما وروسته پنځو نورو مېرمنو هم دلته دوکانونه جوړ کړي دي.))
د تخار ولایت د ښځو چارو رييسه رزم ارا بيا دا ډول دوکانونه او مارکېټونه ډېر ګټور بولي او له خلکو هيله لري چې له دوکاندارو مېرمنو سره تر خپلې وسې مرسته وکړي: ((موږ به د تخار ولایت او مېرمنو د مدافع ټولنو په مرسته د دوی د پرمختګ له پاره ډېر کار وکړو. تر اوسه مو د مېرمنو له پاره ځانګړی مارکېټ نه درلود، دا د ښځو له پاره لويه لاسته راوړنه ده.))
له بلې خوا دوه مياشتې وړاندې د کندهار د ښځو چارو رياست له خوا د لاسي صنايعو د يوه درې ورځني نندارتون پر مهال ښځينه سوداګرو له دولت غوښتنه وکړه چې دوی ته په هېواد او له هېواده بهر مارکېټ پیداکړي. د نندارتون ډېرو ګډونوالو مېرمنو وويل چې دوی په کندهار ښار کې د خپلو لاسي صنايعو له پاره ټاکلی ځای نه لري.
د کندهارۍ خزانې په نوم ادارې مسوولې فرېبا درانۍ له دولت غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې د لاسي صنايعو د پرمختګ له پاره کار وشي: ((په هېڅ ولایت کې هم د لاسي صنايعو د پلور او پیر له پاره ټاکلی ځای نشته؛ نو په داسې يوه حالت کې به چې مېرمنې دوکان ونه لري د مېرمنو ستونزې څنګه حل شي.))
که څه هم قوانین له کور د باندې د ښځو د کاروبار مخنیوی نه کوي، خو ډېری دوديزې او کلتوري ستونزې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې پراته خنډونه دي.


