د کابل امنيې قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې په شپږمې ناحيې كې شوې چاودنې د ولسي جرګې د غړي فکوري بهشتي په ګډون څلور تنه ټپيان كړي دي.
دا چاودنه نن سهار د كابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د الزهرا مسجد ترڅنګ وشوه.
د كابل امنيې قوماندان په وينا، ماين تر يو پلچک لاندې ځای پرځای شوی و او هغه وخت وچاودېد، چې د فكوري بهشتي موټر له سيمې تېرېده.
عيني شاهدانو كليد ته وويل، د بريد هدف په ولسي جرګه كې د باميانو ولايت استازى فكوري بهشتي و، چې له كبله يې نوموړى او درې نور كسان ټپيان شوي دي.
د دوى په وينا، په ياده سيمه كې د څو تنو وكيلانو كورونه دي.
دوى زياته كړه، دا د سړك غاړې ماين چاودنه وه، چې له كبله يې د سيمې برېښنا پرې شوه او يو پلچك هم ويجاړ شو.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


