ads

په لغمان کې د سبزۍ حاصلات زیات شوي

د لغمان ولایت بزګران وايي، سږکال یې د اصلاح شویو تخمونو د کرلو او په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون له کبله حاصلات ښه شوي دي.

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1395
په لغمان کې د سبزۍ حاصلات زیات شوي

د لغمان ولایت بزګران وايي، سږکال یې د اصلاح شویو تخمونو د کرلو او په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون له کبله حاصلات ښه شوي دي.
د لغمان ولایت یوه بزګر روح الله نیازی وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د بزګرو حاصلات تر پخوا څو چنده زیات شوي دي: ((ځکه اصلاح شوي تخمونه مو کرلي وو.)) دغه بزګر زیاتوي، که چېرې دولت په لغمان ولایت کې د بزګرو لا زیات لاسنیوی وکړي، شونې ده چې د لغمان ولایت د حاصلاتو کچه تر دې هم لوړه او نورو ولایتونو ته صادر شي.
شمس الرحمان د لغمان ولایت بل بزګر دی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍکې کرنيزه ځمکه لري. نوموړی وايي، د کرنې ریاست د ترویج مديریت لخوا ورته له ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو د اخستلو پروګرامونه چمتو شوي چې په نتیجه کې یې سږکال د لغمان ولایت د ځمکو حاصلات زیات شول. نوموړی زیاتوي، که دولت هر کال ورته په وخت اصلاح شوي تخمونه ورکړي؛ نو کال په کال به یې حاصلات ښه او ډېر شي او کورنی اقتصاد به یې غښتلی شي. شمس الرحمان ټینګار کوي، چې که دولت له بزګرانو سره دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي، نو یو بزګر به هم د کوکنارو کرلو ته زړه ښه نه کړي او د حلال کر له لارې به د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو هڅه وکړي. نوموړي وویل، اوس مهال په لغمان ولایت کې په ډېره کمه کچه کوکنار کرل کېږي او ډېری بزګرانو د سبزۍ کرلو ته مخه کړې ده.
له بل لوري د لغمان ولایت د کرنې رییس انجنیر جمیل خوشحال کلید ته وویل، دوی بزګرانو ته هغه اصلاح شوي تخمونه ورکړي چې تېر کال یې په ختیځو ولایتونو کې ښه حاصل ورکړی وو. نوموړی زیاتوي، له همدې کبله سږ کال په لغمان ولایت کې د ځمکو حاصلات تر نورو کلونو ډېر او ښه وو: ((په بېلا بېلو برخو کې مو له بزګرانو سره مرستې کړې دي، څو وکولای شي په ښه ډول له خپلو ځمکو حاصلات ترلاسه کړي او ستونزې یې حل شي.))
خوشحال وايي، پر دې سربېره یې په لغمان ولایت کې د بزګرانو له پاره د یوه ځانګړي مارکېټ په جوړولو هم کار پیل کړی، څو حاصلات په وخت وپلورل شي: ((وزارت ته مو یوه طرحه استولې ده چې د هغه له منظورېدو سره به په لرې پرتو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت د پرېښودو په بدل کې له بزګرانو سره ډول ډول مرستې وشي.))
د کرنيزو چارو پوهان وايي، که بزګرانو ته د کرنې په برخه کې روزنه ورکړل شي او پر دې وپوهول شي چې څنګه یو څه وکري او له هغه ساتنه وکړي؛ نو بې له شکه چې حاصلات به یې زیاتېږي او ورځ په ورځ به د هېواد کرنه هم مسلکي کېږي.
د کرنې یو تن کارپوه کریم الله ظاهر وايي، بزګرانو ته د روزنيزو ورکشاپونو برابرول د حاصلاتو په ښه والي او ډېروالي کې مهم رول لوبوي.
لغمان د هېواد په کچه د سبزۍ د تولید په برخه کې مهم ولایت دی چې د نورو ولایتونو تر څنګ مرکز کابل ته هم سبزي لېږي. د شمېرو له مخې د افغانستان ۸۰ په سلو کې وګړي په کرنه بوخت دي؛ نو که چېرې دولت د ټول هېواد په کچه د کرنې په برخه کې ځانګړي پروګرامونه عملي کړي، شونې ده چې کلیوالي اقتصاد ورسره غښتلی شي او په ټوليز ډول د ملي اقتصاد په رغولو کې مهم رول ولوبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA