ads

ننګرهار: هسکه مېنه کې درې داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د هوايي بريد له امله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1395
ننګرهار: هسکه مېنه کې درې داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د هوايي بريد له امله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل،چې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په لنګري کنډو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوته الوتکې د هوايي بريد له امله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه بريد کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA