د ننګرهار ولايت په چپرهار او هسکه مېنه ولسواليو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي بريدونو له كبله يوولسو طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼى وايي، د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله څلور وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .
د نوموړي په وينا، په دغه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو عراده ډاډسن ډوله موټر تخريب شوى دى .
خوږياڼى زياتوي، بې پيلوټه الوتکې د هسکه مېنه ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سيمه کې هم بريد ترسره کړى، چې په ترڅ کې يې درې داعش وسله وال، چې بهرنيان دي، وژل شوي دي .
هغه وايي، په ترسره شوو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


