امنيتي ځواكونو په لغمان کې د الماس ۳۴ په نوم عملياتو په مهال ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، پرون سهار يې د لغمان پر مرکز سربېره د دغه ولايت لوېديځ لور كې د الماس ۳۴ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې ۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
نوموړى زياتوي، په دغو عملياتو ۵ وسله وال او ۳۵ شکمن کسان نيول شوي دي.
د فقيري په خبره، د عملياتو په مهال يو شمېر کلي د وسله والو له شتونه پاك شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


