ads

د ننګرهار قيمتي ډبرې قاچاق کېږي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، چې د دغه ولایت کانونه لاهم په خپلسري ډول کیندل کېږي او بیا ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1395
د ننګرهار قيمتي ډبرې قاچاق کېږي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، چې د دغه ولایت کانونه لاهم په خپلسري ډول کیندل کېږي او بیا ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه خپرېدو په شرط د ننګرهار کلید راډیو ته ویلي، چې هره ورځ د دغې ولسوالۍ د شوکاڼو او سپلۍ قيمتي ډبرو کانونه په غیرقانوني ډول ایستل کېږي او پاکستان ته وړل کېږي.
نوموړی ادعا کوي، چې د دغې ولسوالۍ په کانونو کې پاکستانيان د وسلهوالو طالبانو په مرسته په مستقيم ډول ښکېل دي او حکومت یې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.
دغه قومي مشر وايي، دوه اوونۍمخکېوسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په قومي مشرانو بریدونه هم وکړل؛ خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بل لوري دغه قومي مشر خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو د غیرقانوني کیندنو او قاچاقو مخنیوی ونه کــړي، ښــايــي د کانـونــو چور او تالان حصارک او کږې ولسوالیو ته هم وغځېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار ځايي چارواکي هم مني، چې په دغه ولایت کې کانونه په غیرقانوني ډول کيندل کېږي او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، ولایتي ادارې د ښار په څلورو دروازو او بندرونو کې د سختو پلټنو امر کړی، څو د دې ډول قاچاق مخه ونیول شي: ((زه فکر کوم که چېرته د ښار په څلورو دروازو او لويو لارو کې امنیت ټینګ وي، د دې قاچاق مخنیوی کېدای شي، ولایتي ادارې ټولو اړوندو ادارو او مسوولینو ته امر کړی، څو د غیرقانوني کړنو مخه ونيسي)).
له بل لوري د ننګرهار ولایت امنیې قومندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني هم ټینګار کوي، چې د کانونو د غیرقانوني کيندنې او قاچاقو د مخنيوي له پاره یې منظم پلان چمتو کړی او ډېر ژر به د قاچاقبرو لاسونه لنډ کړي، روحاني وايي: ((دا د پولیسو دنده ده، چې د غیرقانوني کيندنو او قاچاق مخه ونيسي، موږ په دې برخه کې منظم تدابیر نیولي دي)).
په ننګرهار کې خلک او قومي مشران داسې مهال د قيمتي ډبرو د غیرقانوني استخراج او قاچاق یادونه کوي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د کانونو د کيندنې او قاچاق راپورونه ورکړل شوي دي، خو تر دې مهاله یې امنيتي ځواکونه په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د شمېرو له مخې افغانستان د ۳ ټرېلیونه ډالرو په ارزښت کانونه او تر ځمکه لاندې زېرمې لري، خو تر دې مهاله حکومت نه دی توانېدلی، چې د دغو کانونو د استخراج پروسه منظمه، شفافه او قانوني کړي او یا لږ تر لږه د هغو د غیرقانوني کیندنو او استخراج مخه ونیسي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده.
د هغو راپورونو له مخې، چې د کلید خبریالانو له بېلابېلو ولایتونو څخه چمتو کړي، څرګندیږي چې په بدخشان کې د لاجوردو کانونه، په هلمندکې د رخام ډبرو کانونه، په غزني کې د کرومایټ او سرو زرو او په نورستان کې د قیمتي ډبرو کانونه د تالا کېدو له ګواښ سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA