د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملکي هوايي ډګر د سروې په موخه مسلکي ټيم دغه ولايت ته وررسېدلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د ولايتي ادارې په غوښتنه د هېواد هوايي چلند ادارې له لوري په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو په موخه د سروې تر سره کولو لپاره مسلکي ګمارل شوی ټيم ننګرهار ته راغلی دی.
نوموړی وايي، ياده ډله به تر هغې په ننګرهار کې وي، ترڅو ټاکل شوو سيمو کې خپلې سروې ترسره او راپور يې له ولايتي او مرکزي ادارو سره شريک شي.
ننګرهار ته د ملکي هوايي ميدان دا مسلکي ډله په داسې حال کې راځي، چې له دې وړاندې تېره اونۍ هم والي او يو شمېر نورو چارواکو د هوا له لارې لومړنۍ سروې ترسره کړې وه.


