په غزني کې د همت په نوم بنسټ، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سيمو کې د پوهنې د وضعیت په تړاو څېړنه کوي، وايي، چې په لرې پرتو سيمو په ځانګړي توګه په پښتونمېشتو ولسوالیو کې زدهکوونکي وړ ښوونيز چاپېریال او لومړینو اړينو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دوی دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د غزني ولایت د ولسوالیو د پوهنې د مديرانو او قومي مخورو په ګډون جوړه شوې وه.
د همت بنسټ مرستیال مشر سمیع الله صدیق وویل، په ولسوالیو کې زدهکوونکي په ډېر بد وضعیت کې زدهکړې کوي او ډېری لومړنیو ښوونيزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري: ((په ولسوالیو کې تر اوسه ډېری ښوونځي کتابونه، ودانۍ او حتا خېمې نه لري، له بده مرغه د دوی وضعیت ته پام نه دی شوی، ماشومان په ازاده هوا کې په خاورو او ډبرو ناست وي چې له روغتيايي پلوه ورته هر ډول ستونزې پیدا کېدلای شي.)) نوموړی زیاتوي، د غزني په پښتونمېشته ولسـوالیــو کــې د ښوونځیو د تشکیل پر کمښت سربېره د دغو سيمو ډېری ښوونکي او مديران مرکز او یو شمېر نورو امنو سيمو ته خدمتي ورکړل شوي دي.
صدیق وايي، په ولسوالیو کې د ښوونکو د جذب په پروسه کې د فساد له کبله ډېری غیرمسلکي کسان په دندو ګمارل کېږي، په داسې حال کې چې په دغو سيمو کې مسلکي کسان هم کم نه دي: ((د ښوونکو په ازموینو کې فساد هومره دی چې لیسانس او ماسټران پاتې کېږي او پر ځای یې د دوولسم ټولګي فارغان ښوونکي ګمارل کېږي.))
علاوه پر دې د غزني ولایت د اندړو او زنهخان ولسوالیو ځینو قومي مشرانو او د خوګیاڼو ولسوالۍ د پوهنې مدیر هم د خپلو سيمو په ښوونځيو کې د اړينو اسانتیاوو د نشت له کبله پر حکومت او د دغه ولایت په پوهنې ریاست نیوکې وکړې.
د اندړو ولسوالۍ د بند سردې سیمې یو قومي مخور محمد اسحق وایي، د دوی په سيمه کې د بند سردې ښوونځی ۷۰ کاله مخکې جوړ شوی، خو تر هغه وروسته حکومت په دغه سيمه کې د ښوونځي له پاره یوه خښته هم نه ده اېښې: ((دا ښوونځی ۸ درسي خونې لري او ۱۲۰۰زدهکوونکي په کې زدهکړې کوي، د دوی ټولو له پاره یوازې د درېیو ښوونکو تشکيل لرو او بس.)) نوموړی زیاتوي چې د سيمې سپینږيري یې سره ملګري کړي او څو څو ځله یې په دې تړاو د پوهنې ریاست ته مراجعه کړې، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
له بل لوري د زنهخان ولسوالۍ قومي مشر حاجي داوود کلید ته وویل، حکومت په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې ودې ته هېڅ پام نه دی کړی، په داسې حال کې چې خلک سخت لېواله دي چې اولادونه یې زدهکړې وکړي: ((زنهخان کې ۱۱ښوونځي دي، یوازې دوه یې ودانۍ لري، د نورو ټولو ښوونځيو زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي، د دغو ښوونځیو له پاره د ۷۰ ښوونکو تشکيل لرو، خو تر نيمايي زیات یې مرکز او امنو سيمو ته خدمتي لېږل شوي، هلته وضعیت خورا کړکېچن دی، د بېلګې په ډول رحمانيه لېسه ۱۶درسي ټولګي لري، خو یوازې ۴ ښوونکي لري، د نورو هم همدا حال دی.)) نوموړی زیاتوي، په زنهخان ولسوالۍ کې د نویو کتابونو د نشت له کبله تر دې مهاله هم زوړ نصاب تدريسېږي.
قومي مشرانو د پوهنې له ریاست څخه وغوښتل چې نورو ولسوالیو ته لېږل شوي خدمتي ښوونکي دې بېرته خپلو سيمو ته ولېږدوي او دغه راز دې د ښوونځیو له پاره لومړنۍ اړينې اسانتياوې لږ تر لږه خېمې، کتابونه او فرشونه برابر کړي.
د غزني ولایت د پوهنې ريیس محمد عابد عابد هم په لرې پرتو ولسوالیو کې یادې ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې ورسره شته امکانات یې ټولو ولسواليو ته په برابر او متوازن ډول وېشلي دي. نوموړی زیاتوي، د ودانیو د نشت ستونزه په ټول هېواد کې شته او د پوهنې وزارت د بودجې د نشت له کبله په اسانۍ نه شي کولای چې دغه ستونزه حل کړي: (( ټولې ستونزې پر ځای دي او شته، د غزني ۵۵ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري، سبب یې هم د بودجې نشت دی، د خېمو، فرشونو او قرطاسيې په برخه کې چې څه موږ ته رسېدلي؛ ټولو ولسوالیو ته مو وېشلي دي.))
نوموړي د ښوونکو د جذب په پروسه کې د فساد او د تشکیل د کمښت ستونزه هم رد نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې فساد په ټولو ادارو کې شته او د پوهنې په برخه کې به هم وي، مګر په هغه کچه نه دی چې یادونه یې کېږي. عابد زیاتوي، ناامنو سيمو ته لېسانس او ماسټر استادان نه ځي، له همدې کبله دوی اړ کېږي چې دغو سيمو ته له دوولسمو ټولګیو فارغ استادان جذب کړي.
نوموړی وایي، د هغو ښوونځيو ښوونکي نورو سيمو ته خدمتي ورکړل شوي چې ښوونځي يې تړلي دي او دا کار د نوموړي له دندې مخکې شوی، خو هغه ژمنه کوي چې د ښوونځیو له پرانستل کېدو سره سم به دغه ښوونکي بېرته خپلو سيمو ته ولېږل شي.
د یادولو وړ ده چې اوس مهال په غزني ولایت کې ۶۵۰ښوونځي پرانستي دي او د ۹زره ښوونکو له لوري په کې۳۵۰زره زدهکوونکي زدهکړې کوي.


