ads

جمهور رئيس غني ښوونځيو كې د اساسي قانون پر تدريس ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، هغه بنسټونه او اشخاص دې تقدير او وستايل شي، چې د اساسي قانون د تطبيق په ډګر کې يې په سمه توګه عمل کړى او د دغه قانون د اساساتو د پياوړتيا لپاره يې په مېړانه هڅې کړې دي.

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1395

نوموړي دا څرګندونې د اساسي قانون د نمانځنې اونۍ په درشل کې تېر مازديګر د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دغه کتنه په ارګ کې وشوه او د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون غړو د ياد قانون د نمانځنې اوونۍ د مراسمو جوړولو د چمتووالي په اړه معلومات وړاندې كړل.
جمهور رئيس غني وويل، اساسي قانون د هېواد ملي وثيقه ده، بايد په شاندارو او پرتمينو مراسمو سره ونمانځل شي.
هغه زياته كړه، د هغو بنسټونو او اشخاصو ارزونه دې وشي، چې په ځينو مواردو کې يې اساسي قانون نقض کړى دى.
د هېواد جمهور رئيس د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ دې اساسي قانون په اسانه او روانه ژبه د هېواد د ښوونځيو د مدني تعليماتو برخه وګرځوي او تدريس دې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA