ads

پاکستان، روسيه او چين نن په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د پاکستان، روسيې او چين لوړپوړي چارواكي نن په مسكو كې د افغانستان په اړه غونډه كوي.

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1395
پاکستان، روسيه او چين نن په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د پاکستان، روسيې او چين لوړپوړي چارواكي نن په مسكو كې د افغانستان په اړه غونډه كوي.
افغان حکومت د دې غونډې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، دا چې همغږي ورسره نه ده شوې، نو د غونډې په هدف کې ورته ابهام ښکاري.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند خيرالله ازاد وويل، هره هغه غونډه، چې د افغانستان په اړه جوړېږي او د افغان حکومت استازي په کې برخه ونه لري، بريالۍ به نه وي.
د بهرنيو چارو وزارت ترڅنګ ملي شورا هم دا غونډه د ډيپلوماټيکو دودونو خلاف بللې ده.
ياده غونډه داسې وخت جوړېږي، چې په افغانستان کې د روسيې او ايران سفيرانو څو اونۍ وړاندې ويلي وو، چې د خپلو وګړو د خونديتابه او له افغان حکومت سره د روغې جوړې په نيت يې له وسله والو طالبانو سره تماسونه نيولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA