هند خپل څلورم اوږد واټن ويشتونکى توغندى، چې Agni-V نومېږي، په برياليتوب سره وازمايه.
دغه توغندى د اټومي سرگلولو د لېږدولو توان لري او کولاى شي په ٥٠٠٠ کيلو مټرۍ کې خپل هدف وولي.
په دې توگه اوس هند کولاى شي د چين شمالي سيمې په نښه کړي.
دغه توغندى، چې ۱۷ اعشاريه ۵ متره اوږد دى او ۵۰ ټنه وزن لري، د دوشنبې په ورځ د ارويسا ايالت په عبدالکلام ټاپو کې وازمايل شو او د اسټراليا اوبو ته نږدې په آرام سمندر کې پرېوت.
د Agni-V د لومړي نسل توغنديو په تېره يوه لسيزه کې وده کړې او کولاى شي د هند د سيال هېواد پاکستان هره سيمه په نښه کړي.
په اوس وخت کې پر هند سربېره، امريكا، روسيه، چين، فرانسه او بريتانيا اوږد واټن ويشتونکې وسلې لري، چې د اټومي سرگلولو د لېږدولو توان لري.


