د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه وسله والوطالبانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې يوه پايه سوځولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په تکيه سيمه کې د MTN مخابراتي شبکې يوه پايه سوځولې او ساتونکي يې وهلي دي.
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو هڅې پيل کړي، چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو هم په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


