د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې يې د کلا شنکوف ۱۰۴۰ فيره مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د شډل په سيمه کې په يوې سراچه ډوله موټر کې ۱۰۴۰ فيره د کلا شنکوف مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، د نيول شويو مرميو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
امنيتي ځواکونه په اچين ولسوالۍ کې د دومره ډېرو مرميو د نيولو خبر په داسې حال کې ورکوي، چې اوس هم په دغه ولسوالۍ کې داعش او طالب وسله وال فعاليتونه کوي.


