ads

ناسم مديریت

په وروستیو کې په نوي کابل بانک یو ځل بیا نیوکې ډېرې شوې دي او خلک وایي، د دغه بانک مامورین خلکو ته چټک او پر وخت خدمات نه شي وړاندې کولای او دغه راز له خپلو مشتریانو سره سم چلند هم نه لري.

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1395
ناسم مديریت

په وروستیو کې په نوي کابل بانک یو ځل بیا نیوکې ډېرې شوې دي او خلک وایي، د دغه بانک مامورین خلکو ته چټک او پر وخت خدمات نه شي وړاندې کولای او دغه راز له خپلو مشتریانو سره سم چلند هم نه لري.
دوی خبرداری ورکوي که د دغه بانک مدیریت په خپله اداره کې د پام وړ اصلاحات رامنځته نه کړي ښایي د خلکو باور له لاسه ورکړي او یو ځل بیا د دیوالي کېدو په لوري لاړ شي.
نوي کابل بانک د کابل بانک په نوم په ۱۳۸۳ کال کې فعالیت پیل کړ او د افغانستان له مهمو خصوصي بانکونو شمېرل کېده، خو د کمزوري مديریت له کبله ترې پانګې وایستل شوې او دیوالي شو، چې وروسته دولت تر خپلې ولکې لاندې راووست او د نوي کابل بانک په نوم یې فعالیت پیل کړ.
که څه هم تمه کېده چې دغه بانک ژر تر ژره بېرته خصوصي کړای شي او یو کال وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک له خوا د دغسې څه هڅه هم وشوه، خو وروسته وویل شول، چې داوطلبانو معیارونه پوره نه کړای شول او دولت غواړي چې بهرني پانګوال هم په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان مرکزي بانک په هغه وخت کې د تخنیکي پرسونل کموالی، د کار زیاتوالی، د قضایاوو پېچلتیا او د حساباتو او شتمنیو پاشلتیا د نوي کابل بانک له عمده ستونزو څخه یاد کړل.
که څه هم د یو شمېر پورونو بېرته ترلاسه کول، له دغه بانک سره د دولت مرسته، د دولتي مامورینو او خصوصي ادارو د معاشونو ورکړه تر یوې کچې د دغه بانک اعتبار بېرته زیات کړ، خو پر دې سربېره هم دغه بانک پخوانی ځای ترلاسه نه کړ.
تر دې بده یې لا دا، چې یو ځل بیا له دغه بانک د خلکو شکایتونه ډېر شوي او دوی تور لګوي چې دغه بانک خلکو ته په وخت خدمات نه وړاندې کوي، ډېره ګڼه ګوڼه لري او کله کله یې سیستم خرابېږي، چې هغو ته بیا خلک ساعتونه ساعتونه انتظار باسي.
د خلکو بل شکایت دا دی چې نوی کابل بانک داسې زړې پيسې ورکوي چې په بازار کې یې دکانداران له اخستلو ډډه کوي.
د ملي شورا یو شمېر غړي هم دا ستونزې تاییدوي او له کلید راډیو سره په مرکو کې یې ویلي چې په دغه بانک کې یوه ستونزه دا ده چې د بانک کارکوونکي له مشتریانو سره ښه چلند نه کوي.
نو که چېرې دا او دې ته ورته ستونزې دوام لري، بې له شکه چې ادارې او خلک به له بانک څخه مخ اړوي او یو ځل بیا به د دیوالي کېدو په لور ځي.
نو دې هر څه ته په پام باید د افغانستان حکومت چې دم ګړۍ پر دغه بانک ولکه لري، هلته د اصلاحاتو په تړاو ګام واخلي او د خلکو شکایتونو ته غوږ کېږدي.
د خلکو ډېرې نیوکې او شکایتونه هم داسې دي، چې د دغه بانک مدیریت او خدماتو ته په لږې پاملرنې حل کېدای شي، خو دا چې تر دې مهاله ولې دغه څه ته پاملرنه نه ده شوې؛ هغه پوښتنه ده چې تر دې مهاله نه ده ځواب شوې.
پر دې بنسټ که نوی کابل بانک غواړي، چې د خلکو قناعت ترلاسه او په دې برخه کې رامنځته شوې اندېښنې له منځه یوسي، نو باید د خلکو شکایتونه او نیوکې واوري او د خپلو خدماتو په ښه کولو او چټکولو کې کوټلي ګامونه واخلي.
4

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA