د ملي اردو چارواکي وايي، نن سهار يې لغمان ولايت کې د الماس ۳۴ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي، چې پرمهال يې د يوه قومندان په ګډون شپږ وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د لغمان ولايت لوېديځ لور ته د ملي اردو په مشرۍ له کمانډو، ملي، سيمه ييز او ملي امنيت ځواکونو سره يو ځای د الماس ۳۴ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې سهار وختي د توپچي بريدونو له امله د يوه قومندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
فقيري زياتوي، په روانو عملياتو کې به د مرکز سربېره ددغه ولايت لوېديځ لور ته کنج، قصبان صوفي، پاچاخان، شېرګړ، مسکوره او ګڼ نور کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


