ads

شپږکورنۍ بې برخلیکه شوې

په کندهار کې د هوايي ډګر د پنځو ښځينه کارکوونکو وژل کېدو د کندهار په ډېری خلکو اغېز کړی او ورسره غمجن شوي دي.

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1395
شپږکورنۍ بې برخلیکه شوې

په کندهار کې د هوايي ډګر د پنځو ښځينه کارکوونکو وژل کېدو د کندهار په ډېری خلکو اغېز کړی او ورسره غمجن شوي دي.
له دوی سره خواخوږي له هغه وروسته نوره هم په زیاتېدو شوه، چې څرګنده شوه، دغه ټولې وژل شوې مېرمنې او د دوی موټر چلوونکی د بې وزله کورنیو غړي دي.
اصيلا، فريده، نجلا، شفيقه او شيما هغه پنځه مېرمنې وې، چې دې پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له دې ډلې اصيلا د طب پوهنځي د اتم سمسټر محصله او د يوې غريبې کورنۍ غړې وه، چې د خپلې دندې په حق الزحمه یې د پوهنتون فيس او د کور لګښتونه پوره کول.
موږ د دوی کور ته ورغلو، څو د اصیلا تر مرګ وروسته د هغه د کورنۍ حال وپوښتو.
د کور دروازه مو وټکوله، د اصيلا پلار دروازه خلاصه کړه، د هغه اوښلنو سترګو د درانه غم کيسه کوله.
نوموړي کلید ته وویل، لور يې غوښتل هم کار وکړي او هم لوړې زدهکړې، څو په دې سره د لوړو زدهکړو ارمان او د کورنۍ اړتياوې پوره کړي.
د فريدې د کار لومړۍ ورځ وه او تر اوسه یې لا د دفتر مخ نه وو لیدلی چې د پېښې ښکاره شوه.
له فریدې درې یتيمان پاتې شول؛ د نوموړې مور وايي، ډېر بې وزله دي او کله یې چې لور ته په هوايي ډګر کې دنده پيدا شوه، د ټولو هیلې ورسره راژوندۍ شوې او فکر یې کاوه چې نور به د بې وزلۍ مخ نه ګوري.
د فریدې د اولادونو د سر سیوری یوازې همدا وه، خاوند یې په نشو روږدی دی او له وړاندې د نورو د اوږو بار دی.
د فريدې مور وايي، زوم یې کار نه کاوه او لور یې مجبوره وه چې ځان ته دنده پیدا کړي: ((سهار دندې ته روانه وه چې ډزې یې پرې وکړې، مومنان او يتيمان یې ما ته راپاتې شول)).
د دغه پېښې بل قرباني هم د دغه مېرمنو موټر چلوونکی وليمحمد وو، له نوموړي شپږ اولادونه یتيمان پاتې شول.
د وليمحمد پلار به چې کله خپلو لمسیانو ته کتل، له سترګو به یې بې اختیاره اوښکې روانې شوې.
نوموړي کلید ته وویل، وليمحمد په ځوانۍ كې ترې لاړ: ((۳۵ كاله عمر یې وو، ځواني یې وه، هره شېبه مې سترګو ته درېږي، ډېر مهربان وو، له بېوزلو سره به یې په پټه مرسته کوله)).
د وژل شوو مېرمنو او وليمحمد له کورنیو سره په زرګونو خلکو غمشريکي ښودلې او دا کار یې د پښتنو په دود او کلتور برید بللی دی.
د دې ترڅنګ په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د کندهار ځينو استازو، د کندهار ولايت مقام استازو، ځينو شتمنو او يو شمېر عامو وګړو د وژل شوو له کورنيو سره تر یوې کچې مالي مرستې کړې دي او د هغوی کورونو ته د تسلیت له پاره ورغلي دي.
د دوی د کورنۍ غړي له دولت څخه غواړي چې ددغه پېښې عاملان ونيسي او سخت قانوني چلند ورسره وکړي.
له بل لوري د کندهار د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د دې پېښې په اړه يې څېړنې چټکې کړې او پرمختګ هم پکې شوی دی.
د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر وليمحمد عسکر کلید راډیو ته وویل، د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو قاتلین به ډیر ژر ونیول شي.
طالبانو له خپل لوري دا پېښه رد کړې ده، خو کشفي ارګانونه د دې پېښي د اصلي عاملانو د موندلو ډاډ ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA