د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټي کوټ او روداتو ولسواليو کې يې د ګډو عملياتو پرمهال ۱۶ شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره ورځ د بټي کوټ او روداتو ولسواليو ګډو ځواکونو په خپلو سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې ۱۶ کسان د شک په تور نيول شوي دي.
نوموړی وايي، نيول شوي کسان اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي، چې وروسته به يې سرنوشت معلوم شي.
بل لورته د امنيې قومندانۍ وياند زياتوي، چې په سرخرود ولسوالۍ کې يې موظفينو يو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
ننګرهار امنيتي چارواکي په داسې حال کې د يو شمېر کسانو د نيولو خبر ورکوي، چې د ولسونو په اند که چېرته افغان ځواکونه خپلې پلټنې زياتې کړي، نو شونې ده، چې د ډېرو ترهګريزو پېښو مخنيوی به شوی وي.


