ads

جمهور رييس غني د نېشه يي توکو په ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني تېر ماښام د توحيد ملي مركز كې د ويډيو كنفرانس له لارې د ۳۴ ولايتونو ملکي او نظامي مسوولينو ته په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په ضد مبارزه کې د ګډې همکارۍ لارښوونه وکړه.

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1395

د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، د نشه يي توکو کښت، توليد، پروسس، قاچاق او استعمال، چې په هېواد کې د فقر، امنيتي او نورو ستونزو سبب دى، عايد يې د قاچاق سيمه ييزې او نړيوالې شبکې ته ورځي او تروريزم هم ورڅخه تمويلېږي، نو په وړاندې يې بايد جدي ګامونه واخيستل شي.
جمهور رييس وويل، د نشه يي توکو په ضد د عمل ملي پلان له مخې بايد د کوکنارو کښت حد اقل په کال کې پنځه فيصده کم شي.
هغه زياته کړه، په روان کال کې هم د کوکنارو د کروندو د محوې پلان اړونده ادارو ترتيب او د ملي امنيت شورا تصويب کړى دى.
د جمهور رييس غني په خبره، واليان مکلف دي، چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ ياد پلان تطبيق کړي.
نوموړي زياته کړه، امنيتي ارګانونه بايد د نشه يي توکو په ضد د عمل ملي پلان او د کوکنارو د کروندو د محوې پلان مطابق لازمې کړنې او همغږي ولري.
د يادونې وړ ده، چې د تېر كال په پرتله په ۲۰۱۶ كال كې د ناامنيو له كبله په هېواد كې د نشه يي توكو توليد څه باندې ۴۰ فيصده زيات شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA