اوباما: ټرمپ مې ماتولی او درېيم ځل جمهور رييس کېدای شوی

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په يوه ثبت شوې مرکه کې ويلي، که اجازه ورکړل شوې واى او د جمهوري رياست درېيم پړاو ټاکنو ته يې ځان نومولى واى، د ډېرى امريکايانو په ملاتړ به يې له ډونالډ ټرمپ څخه مشري ګټلې واى.