د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په يوه ثبت شوې مرکه کې ويلي، که اجازه ورکړل شوې واى او د جمهوري رياست درېيم پړاو ټاکنو ته يې ځان نومولى واى، د ډېرى امريکايانو په ملاتړ به يې له ډونالډ ټرمپ څخه مشري ګټلې واى.
خو د امريکا نوي متختب جمهور رييس ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر ليکلي، دا کار ناشونى دى.
ټرمپ وايي، اوباما د خپلې واکمنۍ په مهال بهر کې امريکايانو ته کار موندلو، د داعش ډلې په ضد جګړې او روغتيايي بيمې قانون عملي کولو کې پاتې راغلى دى.
اوباما، چې د امريکا د اساسي قانون له مخې درېيم ځل د جمهوري رياست ټاکنو ته نه شي كانديدېدلى، له خپل مخکيني سلاکار ډيويډ اکسلروډ سره په يوه مرکه کې، چې پر انټرنېټ خپره شوې ويلي، امريکايانو د ده نظر او ليدلورى تاييداوه.
نوموړى زياتوي، ډاډه دى که بيا ټاکنو ته ولاړ واى او خپل دريځ يې روښانه کړى واى، نو د امريکا ډېرى وګړو به د ده دريځ تاييد کړى واى.
په پام کې ده، چې د راتلونکې جنوري مياشتې په ۲۰مه نېټه ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د امريکا د جمهور رئيس په توګه لوړه وکړي.


