ads

کندوزيان: د توپونو مرميو مو کورونه وران او ماشومان يې راته شهيدان کړل

له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کندوز ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پامير ۱ په نوم د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي، چې تر اوسه پورې دوام لري.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
کندوزيان: د توپونو مرميو مو کورونه وران او ماشومان يې راته شهيدان کړل

له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کندوز ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پامير ۱ په نوم د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي، چې تر اوسه پورې دوام لري.
د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ډي سي توپونو د مرميو د بې هدفه فيرونو له لاسه پوزې ته راغلي او هره ورڅخه قرباني اخلي، چې تازه پېښه يې د کندوز ولايت په اتمانزيو کلي کې د يوه کليوال پر کور د توپ د مرمۍ د لګېدو له امله يوه ۱۶ کلنه نجلۍ وژل شوې او ۳ تنه نور ماشومان يې ټپيان کړي دي.
کندوزيان زياتوي، چې د توپونو لويې مرمۍ په هغو سيمو کې لګېږي، چېرته چې هېڅ وسله وال طالبان نشته او ټولې مرمۍ بې هدفه راځي، چې ټول زيان يې ملکي وګړو ته رسېږي.
د کندوز ولايت والي اسدالله عمرخېل هم مني، چې د توپ د بې هدفه فير له کبله يو شمېر ماشومان ټپيان او وژل شوي دي.
والي زياته کړه، په کومه سيمه کې چې د توپ مرمۍ لګېدلې ده، هلته وسله وال طالبان نشته او جنګي سيمه نه ده، خو ددې خبرې پلټنه به حتمن کوي، چې ولې بې هدفه مرمۍ ويشتل کېږي او ملکي وګړو ته زيان اړوي.
داپه داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ وړاندې هم په شپنيو عملياتو کې يو شمېر ماشومان ټپيان او وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA