د کونړ دانګام ولسوالي چې څو میاشتې وړاندې د سختو جګړو شاهده وه، اوس مهال ارامه شوې او امنیت یې ټینګ شوی دی.
په دغه ولسوالۍ تېر کال پاکستاني طالبانو او سږکال سیمهییزو طالبانو بريدونه وکړل، خو ویل کېږي، چې د افغان ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول.
د کونړ ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان د دانګام ولسوالۍ د وضعیت په اړه کلید ته وویل: (( اوس مهال سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.)) نوموړي زیاته کړه، د دانګام وضعیت ته په کتو تېره اونۍ سل نور سیمهییز پولیس هم یادې ولسوالۍ ته ولېږل شول.
د فرید دهقان په خبره، اوس دې ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو رېنجرونه هم تګ کولی شي.
د کونړ ولایت امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول وویل، د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې کله نا کله د سپکو او درنو وسلو ډزې کېږي، خو تلفات نه لري.
هغه وویل، که وسله وال مخالفین یو ځل بیا د سر پورته کولو هڅه وکړي، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا به سخت وځپل شي.
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش هم د دانګام ولسوالۍ وضعیت ډاډمن بولي او وايي، چې د امنیت په ټینـګښـت ســره اوس ولـســوالـۍ تــه د ولسونو مراجعه څو برابره ډېره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه زیاته شوې: (( په دې سره پر حکومت او امنیتي ځواکونو د خلکو باور ډېر شوی دی.)) د دانش په خبره د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې یو نیم هاوان مرمۍ فیر کېږي، خو تلفات نه لري.
د دانګام ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي تازه خان بیا د امنیتي ځواکونو د پوستو له زیاتوالي خوښي ښيي او وايي، ولسونه له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي: ((دانګام ولسوالۍ ته د نورو سیمهییزو پولیسو راتګ سره خلک ډاډه شوي دي.)) هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو اوس مهال د جبههيي جګړو ځواک له لاسه ورکړی دی.
د پوځي چارو د پوهانو په نظر، که افغان ځواکونه په خپلو عملیاتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي، دغه ځواکونه به د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.


