ads

هلمند کې ځانمرګي بريد څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې ځانمرګى بريد شوی، چې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
هلمند کې ځانمرګي بريد څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې ځانمرګى بريد شوی، چې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې دا ځانمرګى بريد د هلمند- کندهار پر لويه لار د ٦٠١ سړک په سيمه کې شوى او هدف يې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر و.
د ځواك په وينا، بريد کوونکى په موټر کې ناست و او موټر يې له چاودېدونکو توکو ډک کړى و.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA