نن د مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له ۳۷ مې كليزې سره برابره ده.
په دغه ورځ لسګونه زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
خو افغانانو مقاومت وکړ او د نږدې ۱۰ کلنې جګړې په پايله کې روسان له افغانستانه وتو ته اړ شول.
په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ روسي ځواکونه او له يونيم ميليون زيات افغانان ووژل شول.
شوروي غوښتل د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، خو ځواکونه يې په نيمه لار کې پاتې شول.
ډېری افغانان په دې باور دي، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پايلې دي.
د يادونې وړ ده، چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواكونو له وتلو او د ډاكټر نجيب الله د حكومت له سقوط وروسته، د صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني، ملا محمد عمر او حامد كرزي تر رهبرۍ لاندې حكومتونه په افغانستان كې له ناارامو حكومتونو شمېرل كېږل او اوس د ملي يووالي حكومت هم په هېواد كې د امنيت پر ټينګولو بريالى شوى نه دى.


