د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په بهسودو ولسوالۍ کې يو ډاکټر په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه ۱۲ بجې د بهسودو ولسوالۍ په جمالو سيمه کې د اېمل په نوم يو ډاکټر د ناروغ د درملنې په نوم له کوره ايستل شوی او وروسته په ډزو سره وژل شوی دی.
نوموړی وايي، ددغې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو د موندلو هڅې يې رواني دي.
په ننګرهار کې دا ډاکټر په داسې حال کې وژل کېږي، چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې مرموزې وژنې او د انسان تښتونې پېښې زياتې شوې دي.


