ads

ننګرهار: پچيراګام کې پاڅونوالو ته ۱۰ امنيتي پوستې جوړې شوې

ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پچير اګام ولسوالۍ کې پنځه سوه پاڅونوالو ته لس امنيتي پوستې جوړې او په شرايطو برابر ځوانان په کې ځای پرځای شول.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
ننګرهار: پچيراګام کې پاڅونوالو ته ۱۰ امنيتي پوستې جوړې شوې

ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پچير اګام ولسوالۍ کې پنځه سوه پاڅونوالو ته لس امنيتي پوستې جوړې او په شرايطو برابر ځوانان په کې ځای پرځای شول.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري د پچيراګام ولسوالۍ کوز او بر پچير ساحو کې د سيمې د امنيت ټينګښت او داعش وسله والو ځپلو په موخه د ولسي پاڅون کوونکو لپاره لس امنيتي پوستې په اساسي ډول جوړې شوې.
خبرپاڼه وايي، جوړې شوې امنيتي پوستې په سيمه کې د ګډو امنيتي ځواکونو مسوولينو ، د پچير اګام ولسوال او نورو مسوولينو له لوري د ملي امنيت ادارې موظفينو ته وسپارل شوې.
سرچينه زياتوي، چې نورو پاڅونوالو ته هم د پوستو جوړلو بهير روان دی او تر هغې چې په سيمه کې د ډاډ من امنيت فضا تامين نه شي دغه لړۍ به روانه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA