ads

ننګرهار ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، امنيتي او ملکي برخه کې ددغه ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
ننګرهار ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، امنيتي او ملکي برخه کې ددغه ولايت لپاره يو کلن کاري پلان جوړېږي.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې والي ګلاب منګل، د امنيت، سيمه ييزې حکومتوالۍ، زېربنا او طبيعي سرچينو، تعليم، تحصيل او فرهنګ، روغتيا، کرنې او د کليو پراختيا، ټولنيز خونديتوب، خصوصي سکټور وده او اقتصادي پراختيا، خدمتونو او د ولايت او ولسواليو د مرکز ښاري پراختيا په برخه کې د مرکزي ادارې په لارښوونه د يوه کلن پلان د جوړېدلو امر وکړ.
خبرپاڼه وايي، دغه پلان د ولايت په کچه د ولايت مقام له لوري په ولايتي کچه تعقيبېږي، چې له مخې به يې ولسمشر ته د اجراتو په اړه معلومات ورکول کېږي .
سرچينې د والي له قوله ليکلي، چې تر دې وړاندې سل ورځنی او درې مياشتنی او نور پلانونه جوړ شوي وو، چې په کاميابۍ سره په کې ټولې چارې تعقيب او ترسره شوې او له يادو تجربو څخه په ګټې اخيستنې د ولسمشر د حکم پر اساس يو کلن پلان هم جوړېږي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA