ads

روسيه كې يو ورځنى ملي ماتم اعلان شو

د روسيې د غورځېدلې پوځي الوتکې د وژل شويو کسانو په وير کې نن يو ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
روسيه كې يو ورځنى ملي ماتم اعلان شو

د روسيې د غورځېدلې پوځي الوتکې د وژل شويو کسانو په وير کې نن يو ورځنى ملي ماتم اعلان شوى دى.
روسي چارواکو ويلي، پرون سهار له سوچي بندر څخه الوتې يوه پوځي الوتکه څو دقيقې وروسته ترۍ تم شوه، چې وروسته يې پاتې شوني په تور سمندرګي کې وموندل شول.
په دغه پېښه کې ۹۲ کسان وژل شوي، چې په کې پوځيان، ژورناليستان او د موسيقۍ يوې مشهورې ډلې ۶۰ غړي هم شامل دي.
ياده الوتکه سوريې ته روانه وه او په كې سپرو كسانو هلته د كرسمس مراسمو كې د ګډون په هدف سفر كاوه.
روسي چارواکو د الوتکې غورځېدو علت تخنيکي ستونزې يادې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA