ads

د وسله والو غلو يوه پنځه كسيزه ډله كابل ښار كې ونيول شوه

د ملي امنيت منسوبينو په کابل ښار کې د وسله والو غلو يوه پنځه كسيزه ډله نيولې ده.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
د وسله والو غلو يوه پنځه كسيزه ډله كابل ښار كې ونيول شوه

د ملي امنيت منسوبينو په کابل ښار کې د وسله والو غلو يوه پنځه كسيزه ډله نيولې ده.
د ملي امنيت لوى رياست نن په خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې نيول شوې ډلې د ملي امنيت، ملي پوليسو او څارنوالۍ له نوم څخه په ګټې اخيستو په کابل ښار کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه.
سرچينې د نيول شويو كسانو نومونه عبدالغفور، ذبيح الله، فدا محمد، محمد نذير او خان محمد ياد كړي دي.
د سرچينې په وينا، ياد وسله وال غله د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند امين اباد سيمه کې هغه مهال له يو عراده بې پلېټه رېنجر موټر، دوه ميله کلاشينکوفونو او دوه ميله تومانچو سره يو ځاى ونيول شول، چې غوښتل يې د يو تن هېوادوال کور ته ننوځي.
نيول شويو غلو په خپلو جرمونو اعتراف كړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې په كابل ښار كې غلاوې زياتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA