ads

اسراييلو د امريكا سفير احضار کړی

وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د يهودي ناقلينو د استوګنځايونو جوړول وغندل او د كار د درولو غوښتنه يې وکړه،اسراييلو د امريکا سفير احضار كړ.

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1395
اسراييلو د امريكا سفير احضار کړی
epa03094493 (FILE) A file photo dated 12 January 2011 showing the US embassy in the upscale Malki district in Damascus, Syria. According to media reports on 06 February 2012, the US closed its embassy in Damascus and withdrew all its diplomats from Syria. EPA/YOUSSEF BADAWI

وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د يهودي ناقلينو د استوګنځايونو جوړول وغندل او د كار د درولو غوښتنه يې وکړه،اسراييلو د امريکا سفير احضار كړ.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون په تل ابيب کې د امريکا سفير ډينيل شپيرو خپل دفتر ته غوښتى و او په دې اړه يې خپل اعتراض ورته وړاندې کړ.
نتنياهو وويل، چې د امنيت شورا له لوري د يهودي ناقلينو د مېشت ځايونو غندلو تر شا د امريكا د جمهور رئيس بارک اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان کېري لاس دى.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا پنځلس غړو هېوادونو د يوې هوکړې له مخې له اسراييلو وغوښتل، چې پر فلسطيني اشغال شوې سيمې دې ژر تر ژره د استوګنځايونو جوړول ودروي.
په رايه اچونه کې امريکا تشه رايه واچوله او وړاندې شوى سند يې ويټو هم نه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA