ads

ننګرهار کې د پوليسو روزنيز مرکز د زړور زاهد په نوم ونومول شو

په ننګرهار کې د ختيځ زون د پوليسو روزنيز مرکز د اتل شهيد پاسوال زړور زاهد په نوم ونومول شو.

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1395
ننګرهار کې د پوليسو روزنيز مرکز د زړور زاهد په نوم ونومول شو

په ننګرهار کې د ختيځ زون د پوليسو روزنيز مرکز د اتل شهيد پاسوال زړور زاهد په نوم ونومول شو.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او ورسره پلاوي په ختيځ زون کې د پوليسو روزنيز مرکز د پټۍ په پرېکولو سره د اتل شهيد پاسوال زړور زاهد په نوم ونوموه.
سرچينه زياتوي، چې د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د هېواد ټولو شهيدانو په ځانګړي ډول اتل شهيد زړور زاهد پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او د څښتن تعالی له دربار څخه يې ورته دجنت فردوس غوښتنه وکړه .
د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د خبرو پر مهال په دې خوښي ښکاره کړه، چې د پوليسو روزنيز مرکز د شهيد زړور زاهد په نوم ونومول شو او هم يې د شهيد زړور زاهد ترسره کړي فعاليتونه د قدر وړ ياد کړل ، چې په وينا يې تل يې له ګډو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ په مېړانه دنده ترسره کوله.
مراد دغه راز د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ته يو لړ وړانديزونه وکړل، چې د نوموړي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA