د عراق په رمادي ښار کې د ځانمرګي بريد له كبله لسګونو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواكو ويلي، ځانمرګي بريد كوونكي له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د رمادي ښار لوېديځ كې د عراقي ځواکونو د يو مرکز مخې ته چاودنه ورکړې، چې په نتيجه کې يې ۱۴ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى.
دا ځانمرګى بريد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې يوه ورځ وړاندې عراقي جنګي الوتکو په تل عطبه سيمه کې د داعش ډلې شل جنګيالي ووژل.


