د امنيتي ځواكونو له لوري د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن سهار يې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو او سرحدي پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره په ګډه تصفيوي عمليات پيل کړل.
سرچينه وايي، له پيل کړو عملياتو يې هدف په سيمه کې د وسله والو ځپل دي او په وينا يې، دغه عمليات به د سيمې تر بشپړې تصفيې پورې روان وي.


