ads

د خوست د کرکټ لوبغالی به راتلونکې جمعه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د راتلونكې جمعې په ورځ به د خوست کرکټ لوبغالى د يو لړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1395
د خوست د کرکټ لوبغالی به راتلونکې جمعه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د راتلونكې جمعې په ورځ به د خوست کرکټ لوبغالى د يو لړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.
د سرچينې په وينا، د دغو مراسمو په مهال به له ملي لوبغاړو څخه جوړې دوې لوبډلې په خپل مينځ کې شل اوريزه لوبه هم ترسره کړي.
د کرکټ بورډ چارواکو د کرکټ له مينه والو غوښتنه کړې، چې د جمعې په سهار له دوى سره په يادو مراسمو کې د ګډون په هدف د خوست د کرکټ نوي جوړي شوي لوبغالي ته ورشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA