ads

حشمت الله ارشد: ګلبدين حكمتيار به ژر راښكاره نه شي

حزب اسلامي اعلان وكړ، تر هغې چې پر دې حزب لګېدلي بنديزونه لرې نه شي، ګلبدين حكمتيار به راښكاره نه شي.

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1395
حشمت الله ارشد: ګلبدين حكمتيار به ژر راښكاره نه شي

حزب اسلامي اعلان وكړ، تر هغې چې پر دې حزب لګېدلي بنديزونه لرې نه شي، ګلبدين حكمتيار به راښكاره نه شي.
د دغه حزب يو وياند حشمت الله ارشد نن كليد ته وويل، د بنديزونو لرې كول، د سياسي بنديانو خوشې كول او كډوالو ته د ځمكو وېش د حزب اسلامي او افغان حكومت ترمنځ د هوكړې مهمې مادې دي.
د هغه په وينا، تر هغه وخته، چې يادې مادې په بشپړ ډول تطبيق نه شي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار به په هېواد كې راڅرګند نه شي.
ارشد ټينګار كوي، چې حزب اسلامي تراوسه د ملي يووالي حكومت او د سولې هوكړه ليك د تطبيق اجرايوي كمېسيون له هڅو په بشپړه توګه رضايت نه لري.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت څه موده وړاندې د بهرنيو چارو وزارت له لارې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو کمېټې ته، د حزب اسلامي پر رهبرۍ د بنديزونو لرې کولو لپاره رسمي غوښتليک ولېږه.
تر دې وړاندې د يادې كمېټې يوه اته كسيز پلاوي كابل ته د سفر په مهال ژمنه كړې وه، چې د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېست څخه د ګلبدين حكمتيار د نوم لرې كولو په برخه كې به له افغان حكومت سره همكاري وكړي.
د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړه ليك شاوخوا درې مياشتې وړاندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني او ګلبدين حكمتيار له لوري لاسليك شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA