ads

اروزګان کې له ۴۰۰بې ځايه شوو کورنيو سره د نغدي پيسو مرسته وشوه

تېره ورځ په اروزګان ولايت کې د وروستيو جګړو له کبله ۴۰۰ ګډوالو کورنيو سره د۱۰۰ – ۱۰۰ امريکايي ډالرو مرسته وشوه.

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1395
اروزګان کې له ۴۰۰بې ځايه شوو کورنيو سره د نغدي پيسو مرسته وشوه

تېره ورځ په اروزګان ولايت کې د وروستيو جګړو له کبله ۴۰۰ ګډوالو کورنيو سره د۱۰۰ – ۱۰۰ امريکايي ډالرو مرسته وشوه.
په اروزګان ولايت کې ددې ورستيو جګړو پرمهال د ګډوالو چارو د رياست د معلوماتو له مخې څه باندې ۱۲۰۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي، چې له دې ډلې څخه د شنبې په ورځ له ۴۰۰سوه بې ځايه شوو کورنيو سره د UNHCR ادارې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰امريکايي ډالر ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د اروزګان والي محمد نذير خروټي وويل، چې ددې ۴۰۰ کورنيو سروې چې مخکې تر سره شوې وه، دا دی اوس هغه نغدي مرستي ورکړل شوې.
نوموړی وايي، چې ددې ترڅنګ لا هڅه کوي، چې د اروزګان ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ددې مرستو لړۍ پيل کړي.
په همدې وخت کې بې ځايه شوې کورنۍ د مرستو له وېشه خوښي څرګندوي، خو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی په سيمو کې دې امنيت راولي او هغه سيمې دې د وسله والو له شتونه پاکې کړي، تر څو دوی بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په اروزګان ولايت کې له ۲۰۰۰ کورنيو سره د UNHCR او يونيسف خيريه بنسټونو له لوري د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې تر سره شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA