د ملي يووالي حكومت اجراييه رييس ټينګار وكړ، په هېڅ صورت به اجازه ورنه كړي، چې د تېرو ټاكنو ناكامه تجربه تكرار شي.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې عبدالله عبدالله دا موضوع د شنبې په ورځ په سپېدار ماڼۍ كې له يو شمېر ځوانانو سره د ليدنې په مهال مطرح كړه.
اجراييه رييس په دې ليدنه كې وويل، عادلانه او رڼې ټاكنې د ټولو افغانانو او نړيوالې ټولنې غوښتنه ده او په همدې دليل نور به په هېواد كې د تېرو ټاكنو ناكامه تجربه تكرار نه شي.
بلخوا دغو ځوانانو د ټاكنيزو اصلاحاتو د رامنځته كولو په برخه كې د ملي يووالي حكومت د هڅو هركلى وكړ.
د دوى په وينا، د ملي يووالي له حكومته غواړي، چې له اداري فساد سره د مبارزې، متخصصو ځوانانو ته د كارموندنې، د معارف د تقويت، په ښه توګه د پراختيايي پروژو د تطبيق، د اقتصادي پراختيا او د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د عادلانه او رڼو ټاكنو د ترسره كولو په برخه كې خپله پاملرنه زياته كړي.


