ads

ننګرهار: هسکه مېنه کې دوه داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د هوايي بريد له امله دوه داعش وسله وال وژلي او په کوټ ولسوالۍ کې يې څلور شکمن کسان نيولي دي.

نویسنده: TKG
4 مرغومی 1395
ننګرهار: هسکه مېنه کې دوه داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د هوايي بريد له امله دوه داعش وسله وال وژلي او په کوټ ولسوالۍ کې يې څلور شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په دروازه ګۍ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له امله دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه بريد کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
بل لورته د امنيې قومندانۍ وياند زياتوي، چې د روداتو، بټي کوټ او کوټ ولسواليو پوليسو د ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال څلور شکمن کسان نيولي، چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA