ads

ننګرهار كې چاودېدونکي توکي او مهمات نيول شوي

د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سيمه کې پوليسو د پلټنې په مهال له يوه زوړ کور څخه مهمات، چاودېدونکي توکي او ماينونه ترلاسه کړي دي.

نویسنده: TKG
4 مرغومی 1395
ننګرهار كې چاودېدونکي توکي او مهمات نيول شوي

د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سيمه کې پوليسو د پلټنې په مهال له يوه زوړ کور څخه مهمات، چاودېدونکي توکي او ماينونه ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په ترلاسه شويو توكو كې دوه توغندي، درې پرسونل ضد ماينونه، پنځه سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ځينې نور مهمات شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودېدونکي توکي په ياده کلا کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي وو او غوښتل يې په تخريبي کړنو کې ترې کار واخلي، چې پوليسو کشف او ترلاسه کړل.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA