د ملي امنيت شورا د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور وسله وال بريد غندلى دى.
د طالبانو د واكمنۍ په مهال په پاكستان كې د دغې ډلې د سفير ملا عبدالسلام ضعيف پر كور تېر ماښام د كابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ كې بريد شوى دى.
د کابل امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس فريدون عبيدي وايي، دوو وسله والو موټر سايکل سپرو د ملا ضعيف پر کور بريد كړى، چې د ده يو ساتونکى يې وژلى دى.
د عبيدي په وينا، بريد كوونكي تښتېدلي، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
په ورته وخت كې د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، ملا ضعيف هغه سړى دى، چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پلوى دى.
د نوموړي په خبره، تروريستان د خپلو بهرنيو حاميانو په دستور تل د سولې پلويان او اغېزناک مذهبي او سياسي مشران په نښه کوي.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


